ایکنانیوز د رهبرۍ د آثارو د نشر او حفظ د دفتر د اطلاع رسونې د ویبسایټ له قوله راپور راکړ، حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د اسلامی انقلاب د د سپاه قدس د وخت د قوماندان شهید سردار قاسم سلیماني دشهادت د پنځم تلین په درشل کې ددغه قدرمنم شهید او د هغه د ملګرو له کورنیو ،په ۹۸لمریز کال کې د تشییع د شهیدانو د کورنیو او د کرمان دتیر کال د ترهه ګرې پیښې د شهیدانو له کورنیو سره د چارشنبې په سهار کتنه وکړه.
په دغې کتنې کې چې د امام خمیني په امامباړې کې شوي ، د شهیدانو سرښیندونکو جانبازانو او د مقاومت د حوزې د فعالانو قدرمنو کورنیو شتون درلود.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې وینا کې وفرمائيل؛ د رجب میاشت د عبادت ،دعا او توسل میاشت ده باید ددغې میاشتې له برکتونو ځانونه بې برخې نه کړو.
دوی وفرمايل: د زړونو د سردار قدرمن شهید سردار قاسم سلیماني مرقد د لیدو او زیارت لپاره له نزې او لیرې او حتی له نورو هیوادونو څخه په زرګونو مینه وال د زیارت لپاره راځي،دا د هغه اخلاص ته د خداوندمتعال دنوي جایزه اوعزت دی.د شهید سرار سلیماني همیشنۍ سټراټژي د مقاومتي جبهې احیاء وه.او دغه راز د دمقدسو حریمونو دفاع د هغه لپاره یو اصل ؤ او هغه ایران هم یو حرم حسابولو.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د سیمې د ځينو هیوادونو وروستیو حالاتو ته په اشارې سره ووئيل، د سیمې وروستي بدلونونو ته په اشارې سره ووئيل؛ځینو د ناسم تحلیل او د لازمې پيژندګلوۍ نه درلودلو په علت د مسئلو سمه پيژندګلوي نه لري او ځیني خبرې کوي او شاید دغه ناسمې خبرې دودوي چې د سیمې په وروستیو پيښو سره ، هغه وینې چې د حرم ددفاع په لاره کې توي شوي دي، ضائع شوې ، دا ډيره ستره تیروته کوي؛که دغه قربانیانې نه وئ او دغه شان میړانه مبارزه ئې نه واي کړي او دا حاج قاسم سلیمانی ؤ چې ددغې سیمې په دښتو او غرونو کې شپه ورځ ئې تیره کړه او که په شجاعت او شهامت سره ئې حرکت نه کولی او پخپله او نورو شهیدانو زیار او هڅې نه وائ او خپل ژوند ئې نه قبانولی ، نو ډاډمن ووسئ، نه یوازې به زینبیه باقي پاتې وائ، نه به کربلا پاتې وه او نه به نجف ،نو دلیل ئې هم سامره ده ،د سامرې پيه باب ب هم تر یوه حده غفلت او لټي وشوه ،نو ټولو ولیدل چې د عسکرین علیهم السلام حرم ئې ړنګ کړ او دهغوي بزرګوارانو حرم ېئ خراب کړ،ضریح ئې مات کړ،دا څوک وو؟ داهماغه تکفیریان وو د امریکایانو په مرستې سره ئې دغه ورانکارئ وکړې هرچرته به همداسې کیدل که د میړنیو او شجاع مبارزانو قربانۍ نه وائ.نو ددغو مقدسو زیارتونو ،دغه د مسلمانانو د زړه قبلو برخلیک به هم د امام عسکرین علیه السلام د ړنګ ښوي ګنبد په څیر کید.
https://iqna.ir/fa/news/4257417